ښوونځي زده كوونكو د ښوونځي په بڼ كې تر شنه اسمان لاندې د شعر درس وايه، په دې درس كې نه كومه ستونزه وه، نه هم جبر، نه پوښتنه او ځواب. زده كوونكو به په خپله غوښتنه قدم واهه، كښېناستل، يا به هم پر چمن غزېدل، ويل به يې او اورېدل به يې، يا به هم غلي په چورتونو كې ډوبېدل.د بڼ
او اسمان ښكلا، د زده كوونكو خوشحاله خبرو، د ښوونكي مهربانو خبرو او په ځانګړي توګه فكري ازادۍ او د كومې ستونزې نشتوالي په هغه ساعت كې ذوق راپاراوه هېڅوك هم د شعر پر جوړونه او نه جوړونه ټينګار نه كاوه، د اجورې او پايلې خبره هم نه وه، له همدې امله هغه جملې چې د زړه په نازكيو جوړېگدې، كه د شعر په تله به پوره ختلې، په مانا او حقيقت كې به شعرونه وو.يوه ورځ د مريم په نامه يوې نجلۍ چې مور و پلار يې بېل شوي وو او دا ډېره غمجنه وه، وويل:"څومره تياره ورځ! خو زه په دغه تياره كې بيا هم خوشحاله يم، داسې نه ده چې د نېكمرغۍ په تمه يم، بلكې په دې خوشحاله يم، چې دا هيله نه لرم. د بل چا پرځاى زه واوسم. يانې زه دې بل څوك واوسم. همدا چې زه يمه، ښه يمه. نه غواړم چې ته له دې پرته بل څوك واوسې، همدغسې چې يې، خوښ مې يې".ته وا دغه نجلۍ ډېره موده د ډاكټر تر څارنې لاندې وه او درملنه يې كېده، د ګلونو او شنو ورشو په ليدو سره ناڅاپه روغه او د غم له باره بېغمه شوه، دا چې كوم كار د هغې د ضمير د بدلون لامل شو، زموږ د بحث موضوع نه ده. هغه څه چې د هغې له خبرو څرګندېږي دا دي، چې هغه پر نېكمرغيو وربرابره شوې، هغه نېكمرغي نه چې زموږ تر وجود دباندې ده او بايد له بهر څخه زموږ سره مله شي، يا يې هم په تمه ټول عمر تېروو، خو بيا هم نه راځي، بلكې هغه نېكمرغي چې زموږ په وجود كې، زموږ سره مله او هر وخت مو په واك كې ده، چې هغه رضايت دى.تر دې وروسته هغه نجلۍ خوشحالي كوي:" زړه مې نه غواړي، ته د اوسني حالت پرخلاف بل كس واوسې، همدغسې چې يې، خوښ مې يې". له "ته" څخه يې موخه مور و پلار، دوست او ننني ټولګيوال، زړه او خپل ځان نه دى. دلته له "ته" څخه موخه دنيا او مافيها ده، ځكه كله چې انسان وتوانېد له يوه كس سره رښتينې مينه ولري، نو په حقيقت كې له نړۍ سره مينه كوي.د رواني ناروغيو د درملنې په لار كې لومړنى اقدام دا دى، چې ناروغ كس بايد د ځان او دنيا په منلو قانع او راضي كړو. تر هغه وروسته د ستونزو حل او د ژوند له پېښو سره مقابله اّسانېږي. هغه كس، چې له ځانه ناراضي او له چاپېريال سره په جګړه بوخت وي، يانې ځان او دنيا چې څنګه دي، هغسې نه مني، كه له دغې خواشينۍ او كړاو څخه نه وي خلاص شوي، ستونزې هم ليرې كولاى نه شي، دى تل د ژوند په لار كې د مچ له سر څخه غر جوړوي.نوى زېږېدلى ماشوم يوازې له خپلې مور سره مينه ښيي، له مور څخه بېلتون ورته له مرګ سره برابر دى، څومره چې غټېږي، په وجود كې يې د مينې كړۍ پراخېږي او هره ورځ زيات كسان مني. يا په بله ژبه انسان چې څومره د كمال په پړاوونو كې وړاندې ځي، هومره يې وجود پراختيا مومي او په ځان كې لويه دنيا ځايوي. دا په دې مانا نه ده، چې ماشوم ځوان شي نو له مور سره يې مينه كمېږي او خپله مينه نورو ته وركوي، بلكې څومره چې د خپلې مينې په چاپېريال كې نور خلك مني، دمور په وړاندې خپله مينه او ارادت زياتوي. ځكه مينه هغه ګنج دى، چې څومره وكارول شي، هومره زياتېږي.څرنګه چې هغه خواشينې او نهيلې نجلۍ وتوانېدله له نورو خلكو او دنيا سره مينه وكړي، د مور وپلار د بېلتون له رنځه خلاصه شوه او له شعر څخه په الهام سره ناڅاپه فكري ودې ته ورسېده، ځكه د پاخه فكر نخښه دا ده چې څنګه يو، ځان هغسې ومنو او له خپل نصيب څخه رضايت ولرو، كله چې له ځانه خوشحاله واوسو له دنيا او نورو كسانو سره مينه وكړو، نو د هغې نجلۍ په وينا (موږ بايد "ته" يانې دنيا او هغه څه، چې په هغې كې دي، خوښ كړو).په ځوانۍ كې هند ته په يوه سفر تللى وم او يو څه موده يوازې شوم. يوه ورځ د يوه كروندګر كور ته وبلل شوم، هغه كور د يوې غونډۍ پر سر په يوه باغ كې و، سترګې به د باغ د ګلونو، د سارا سمسورتيا او د رود ښكلا ته هر پلو كږېدلې. ما ننداره كوله او په فكر كې وم. كوربه په ژور نظر راوكتل او ويې ويل: لكه چې خوښ نه يې، په څه اړه فكر كوې؟ ومې ويل: نه پوهېږم، چې پر دغې ټولې ښكلا سربېره ولې خپه يم! ويې ويل: دا ځكه چې پلار يوازې پرېښى يې او درنه تللى دى، ته ځان يوازې او پردى ګڼې، يانې د ژوند شريك نه لرې، ته نه شې كولاى د خپلې مينې فكر له نورو سره شريك كړې، كه پلار دا درزده كړي واى، چې له هر چا سره مينه وكړې، اوس به دې زه "پلار" ګڼلم، ددغې منظرې د خوند سندره به دې راسره شريكولاى او خوشحاله به واى.
0 comments:
Post a Comment