Wednesday, August 18, 2010

ايا دا هم جنګ غواړې؟؟؟؟؟؟؟؟

دختر ۱۲ ساله‌ای در سرپل مورد تجاوز جمعی جنگسالارن قرار گرفت

بر اساس گزارش تلویزیون آریانا از سرپل، یکبار دیگر یک دختر ۱۲ ساله مورد تجاوز جمعی پنج مرد مسلح قرار گرفته است و همچون گذشته مقامات دزد و خاین آن ولایت با بی‌تفاوتی به این قضیه برخورد میکنند.

این حادثه هولناک در قریه بغابی آن ولایت صورت گرفته و به گفته فامیل دخترک معصوم، پنج مردم مسلح نیمه شب به خانه شان ریختند و بعد از لت و کوب اعضای خانوده دختر شانرا که متعلم صنف ششم مکتب است مورد تجاوز جمعی قرار میدهند. آنان تهدید کردند که اگر پولیس و منابع عدلی به دوسیه شان رسیدگی لازم را نکنند، همه‌ی شان دست به خودکشی جمعی خواهند زد. آنان میگویند که جریان را به پولیس گزارش داده اند اما مقامات محلی تا کنون هیچ اقدامی برای دستگیری جانیان انجام نداده اند.

دخترک در حالیکه بشدت میگریست گفت که وی خواهان رسیدگی به این جنایت میباشد و از حامد کرزی و مقامات دیگر میخواهد که به داد شان برسند و متجاوزان را به جزای شان برسانند.

علی خان، مامای دختر میگوید که بارها به قومندانی امنیه آن ولایت مراجعه کرده که به دوسیه شان رسیدگی صورت گیرد اما نه تنها کسی به حرف شان گوش نکرده که با توهین و تحقیر قومندان امنیه نیز مواجه شده است. وی ادعا کرد که قومندان امنیه او را لت و کوب کرده و تهدید کرد که اگر به اعتراضش ادامه دهد به زندان افکنده خواهد شد. علی خان میگوید که پولیس شریک جرم جنایت کاران مسلح میباشد، اما جنرال عبدالخالق صمیمی، فرمانده پولیس سرپل این ادعا را رد میکند و میگوید آنان سه تن را در ارتباط به این قضیه دستگیر و به څارنوالی معرفی کرده اند.

قابل یادآوریست که چند ماه قبل در همین ولایت دختر ۱۴ ساله‌ای به نام بشیره بوسیله نجیب‌اله پسر پاینده محمد عضو ولسی جرگه و دو تن از شرکای جرمش مورد تجاوز جمعی قرار گرفت اما باوجود تلاشهای فامیل دختر هیچ پیشرفتی در محاکمه عاملان این جنایت صورت نگرفته است چون پاینده محمد به اصطلاح نماینده مردم در پارلمان گرگان خاین و وابسته به باند جنبش اسلامی است و با تمام وجود از پسر تجاوزگرش دفاع میکند.

سید نورالله پدر بشیره در مصاحبه‌ای با تلویزیون طلوع گفت که طب عدلی با گرفتن رشوه سن نجیب‌اله را پایین تر از ۱۸ سال وانمود ساخته تا از چنگ محاکمه فرار نماید در حالیکه وی ۲۲ سال عمر دارد. وی میگوید که از فساد محاکم افغانستان به تنگ آمده و اگر به دوسیه‌اش رسیدگی لازم صورت نگیرد به انتحاری خطرناکی مبدل شده خود برای گرفتن انتقام اقدام خوهد کرد.

تجاوز جمعی به دختران و زنان در ولایات شمال کشور بوسیله جنگسالاران و تفنگبدستان شان روزبروز افزایش می‌یابد اما چون عاملان این جنایات معمولا زومندانی اند که در رده های بلند دولتی در آن مناطق نصب اند، مورد محاکمه قرار نمی‌گیرند. همچنان موارد اندکی در مطبوعات انعکاس می‌یابند چون اکثر خبرنگاران با نشر یکچنین گزارشهایی مورد تهدید و تحقیر جنگسالاران قرار میگیرند. انتشار یکچنین اخبار معمولا برای گزارشگران با ریسک های خطرناکی همراه است. جریان محاکمه پرویز کامبخش یک از نمونه های این تهدید هاست که تلاشی بود برای خاموش ساختن برادرش سید یعقوب ابراهیمی که به مثابه خبرنگار شرافتمند میکوشد با گزارش های مستندش مردم جهان را از جنایات جنگساران در شمال مطلع سازد و با تهدید های پیاپی نتوانسته بودند او را خاموش سازند.

Afghan civilians including eight schoolchildren killed ‘during Western operation’


Mr Karzai said the deaths occurred during military operations in eastern Kunar province two days ago.

People of Narang district mourning for the civilians killed. (Photo: RAWA)
More photos


At least 10 Afghan civilians, including eight schoolchildren, have been killed in fighting involving Western troops, President Hamid Karzai has said.

Mr Karzai said the deaths occurred during military operations in eastern Kunar province two days ago.

Kunar governor Sayed Fazlullah Wahedi told the Reuters news agency officials could not visit the area "because of the presence of the Taliban".

Nato said it had no record of operations or deaths in the area.

A brief statement from Mr Karzai's office said initial reports indicated the civilians had died in "a series of operations by international forces" on Saturday.

It said he "strongly condemns the operation which caused civilian deaths and has appointed a delegation to investigate the incident".

The AFP news agency quoted a senior Afghan official as saying the death toll could change as investigations take place.

An unnamed Western official told AFP that US special forces had been conducting operations in the area, close to the border with Pakistan, and had killed and captured "a lot of Taliban".

He said the operations were being carried out independently of the Nato-led and coalition forces in Afghanistan.

Civilian deaths at the hands of foreign troops have led to widespread anger among Afghans.

Mr Karzai has previously said such deaths are damaging to the fight against militancy.

The BBC's Peter Greste in Kabul says Kunar province is remote, snowbound and dominated by the Taliban, so the investigation into Saturday's alleged incident will be difficult.

But if the civilians deaths are confirmed, it will be a blow to Gen Stanley McChrystal, the commander of Nato forces in Afghanistan, who has vowed to limit such casualties, says our correspondent.

Also on Monday, militants were reported to have stormed a police checkpoint in north-western Badghis province.

Two police officers were killed and three are missing, said local officials

Almost half of all Afghan children not in school


Girls in particular are losing out, with just one in five girls in primary education and one in 20 going to secondary school.



Slideshow of RAWA schools More than half of Afghanistan's children are not going to school because of a shortage of places and teachers, the aid agency Oxfam says.

The report entitled ‘Free, Quality Education for Every Afghan Child', said that 7 million Afghan children were currently out of school while 5 million children attend school, up from 3.1 million in 2003 and around 1 million in 2001, when the Taliban were in power.

The report is based on nine months of research, including collecting information from the relevant government institutions.

"Educating Afghanistan's children is crucial in improving their lives and in the rebuilding and development of the country. But poverty, crippling fees and huge distances to the nearest schools prevent parents from sending their children to school,” said Grace Ommer, head of Oxfam GB in Afghanistan.

Girls in particular are losing out, with just one in five girls in primary education and one in 20 going to secondary school, the report asserted.

The report called on international donors to channel funds through the Afghan Ministry of Education and requested the international community to invest US $563 million to rebuild 7,800 schools across the country.

"Rich countries have provided fewer funds in the past for education compared to their many promises,” Basira Mojaddidi, Policy and Advocacy Adviser for Oxfam in Afghanistan, told IRIN.

The gunmen came at night to drag Mohammed Halim away from his home, in front of his crying children and his wife begging for mercy.
The 46 year old schoolteacher tried to reassure his family that he would return safely. But his life was over, he was part-disembowelled and then torn apart with his arms and legs tied to motorbikes, the remains put on display as a warning to others against defying Taliban orders to stop educating girls.
Mr Halim was one of four teachers killed in rapid succession by the Islamists at Ghazni, a strategic point on the routes from Kabul.

The Independent, Sep. 29, 2006Afghanistan needs nearly 53,000 trained primary school teachers immediately and a further 64,000 teachers in the next five years. There is also a distinct shortage of female teachers as currently less than three in 10 teachers are female, the new report estimated.

More than half of Afghanistan's schools need major repairs, the majority are without clean drinking water or toilet facilities while 2 million children study in tents or in the open air, the report said.

Mohammad Hanif Atmar, the education minister, praised the Oxfam report. "We are 99 percent in agreement with the outcomes of the report and we have earlier voiced our concerns on the current problems and challenges facing education in Afghanistan,” Atmar said.

BBC correspondent says that pay for teachers is so low at about $50 a month at best that well-qualified staff prefer other work if they

Monday, August 2, 2010

ايا ستاسې انسان پالنه او بشر پالنه همداده؟؟؟؟؟؟؟؟؟


Sunday, August 1, 2010

درځئ چې ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!




له هغو پښتنو کورنيو څخه په بخښنه چې ماشوم ته کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان يا داسې نور څه وايي، خپل بحث له همدغه ځايه پيلوم چې درځئ ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!

د دې سپارښتنې فکر راسره هغه مهال پېدا شو چې له ننگرهاره خپرېدونکې د رڼا کلتوري مرکز مياشتنۍ مجلې، رڼا، زما يوه ليکنه ((د ماشومانو ادبيات ، ډولونه ، ستونزې او چلنجونه )) زما له شخصي ويبلاگ څخه ورواخيسته او تر تصرف بلکې تحريف وروسته يي زما په نامه خپره کړه.

تصرف او تحريف مې ورته ځکه ووې چې زما په ليکنه کې راغلې د ((ماشوم)) کلمه او د هغې مشتقات: ماشومواله، ماشومتوب، ماشومولي او نور يې د ((کوچني)) په کلمه او د هغې په مشتقاتو: کوچنيواله، کوچنيتوب، کوچنيوالي او نورو اړولي او په شمار اته شپيته ځايه يې دغه کار کړى دى.

پر دې سربېره يي ځينې نورې کلمې، ترکيبونه، مصطلحات، مفاهيم او ادوات هم په بل مخ اړولي دي چې زه ورسره جوړ نه يم. زه ډاډه يم چې د رڼا مجلې کارمندان به مې په ليکنه کې د دوی د داسې خلاص مټ لاسوهنې په فضليت وپوهوي. البته، ما په خپله ليکنه کې، د کوچني، کمکي، ووړ، حيوان يا نورو پر ځاى د (( ماشوم )) د کلمې او د ماشوم د کلمې د مشتقاتو په کارولو کې په ځانگړې توگه د روزنېزې ارواپوهنې او سلوکپوهنې غوښتنې په پام کې نيولې دي. روزنېزه ارواپوهنه او سلوکپوهنه حکم کوي چې ماشوم ته دې د لوى په نظر وکتل شي. زما په فکر، ماشوم ته کوچنى ويل په حقيقت کې هغه ته په کمه سترگه کتل دي.

کېدى شي ځينې ښاغلي استدلال وکا چې ماشوم ته کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان يا داسې نور ويل د سيمه ييز تفاوت زېږنده ده او موږ ته نه دي په کار چې د بېلابېلو پښتني پرگنو يا ټبرونو پوهه او درک له پامه وغورځوو!
هو؛ هر چا ته خپل مزى مرغلين وي. او دا واقعا د غور او فکر خبره ده. خو دا هم هېرول نه دي په کار چې له سيمه ييزو تفاوتونو څخه راولاړ شوي ارزښتونه او هغه هم بيا د يوې ژبې په ويونکيو کې هېڅکله هم تر کره کتنې او ارزونې لوړ نه دي. موږ ته په کار دي چې دغه تفاوتونه وځيرو؛ وارزوو؛ او کره ـ کوټه يي په گوته کړو. دا کار د پښتو ژبې، ادب او فرهنگ په وده، پرمختيا او توحيد کې لوى لاس لري.

ځينې نور ښايي ووايي چې ماشوم، کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان او داسې نور درست سره مترادفې کلمې دي او د يوې پر ځای د بلې په کارولو کې څه حرج ونه ويني. خو د مترادفو کلمو او مفاهيمو کمال او غرض هم دغه دى چې په متن کې د کارولو پر مهال د غوراوي چانس لري. د يوه مطلب يا مفهوم د افاده کولو په وخت کې مترادفې کلمې، ترکيبونه، مصطلحات، مفاهيم حتى عبارتونه د ليکوال په تېره بيا د شاعر پر زړه او ذهن يو دم ورشېوه کېږي. د استاد شپون غوندې نثر ليکونکی او د ښاغلي کاروان غوندې شاعر بيا هغه چاڼوي او انتخاب په کې کوي ـ او انتخاب لزوما ځينې ځانگړي معيارونه او مقررات لري.

ما چې کله د ماشوم د ادبياتو په اړه هغه مقاله ليکله نو د ((ماشوم)) کلمه او د هغې مشتقات مې د هغوی د نورو مترادفو هغو له ټوله ځکه غوره کړل چې د آدم ابا او حوا بي بي د تنکي زوزاد له پاره راته تر نورو ټولو هغو څو څو ځله موزون او پر ځاى ښکاره شول. د موزونوالي دليلونه مې دا دي:

لومړى ـ زما په فکر ماشوم په پښتو کې د خداى پاک د دغه نازولي مخلوق اصلي او ځانگړى نوم دى. يوازې د انسان بچي ته وايي. او کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان دغه ځانگړتيا نه لري ـ د خره بچی، کوټى، هم کيدى شي کوچنى يا لوى وي. خو هغوی چې وايي ((ماشوم)) د عربي کلمې (معصوم) پښتو شوې بڼه ده، دا هم قوي احتمال لري. خو هېره دې نه کړو چې عرب ماشوم ته ((معصوم)) نه وايي. معصوم په عربي کې يوازې يو عام لغت دى ـ خو پښتنو نه يوازې د هغه بڼه ور اړولې، د هغه معنا او مفهوم يي هم نوى کړى، پراخ کړى او ژور کړى دى ـ استعاره يي ځينې جوړه کړې چې د پښتو ژبې شاعرانه فطرت، ځواک او نوښت ځنې جوتېږي. ((معصوم)) په عربي کې له گناه او خطا پاک، ساده، بې تقصيره او بې الايشه ته وايي. له دې کبله چې کوچنيان له څرمې له گناه او خطا حتى کرکې کينې پاک وي نو معصوم يا ماشوم يي بولي، چې همدغه د عصمت د مادې له کبله دغه د ((معصوم)) کلمه کوچني ته استعاره شوې ده. يا په بله ژبه، دا د کوچني مستعار نوم دى.

دويم ـ دغه راز، کوچنى، کمکى او ووړ د لوى اپوټه ډگري ده. له دې کبله چې ماشومان د لويانو په پرتله واړه وي نو کوچنيان، واړه يا کمکيان بلل شوي دي. دلته د کوچني کلمه د ماشوم فزيکي وجود ته په کتلو سره ماشوم ته استعاره شوې ده. يعنې کوچنى، کمکى يا ووړ د ماشوم مستعار نومونه دي. په دې حساب ماشوم، کمکى، ووړ يا کوچنى يو هم د پروردگار د دغه مخلوق اصلي او ځانگړى نوم نه دى.

درېم ـ د روزنېزې ارواپوهنې او سلوکپوهنې ماهران چې کار يې د ماشوم ښوونه او روزنه او د هغه د سلوک مطالعه ده، وايي چې د روزنې هدف د چا په تېره بيا د ماشوم سلوک په مثبت لوري سوقول او بوول دي. هغوی ماشوم ته په شخصيت ورکولو تاکيد کوي ـ وايي چې دا د ماشوم حق دى. نصوص هم په دې اړه روښانه لارې چارې راښيي ـ وايي دا د ماشوم حق دى چې:
- کله وزېږي، نو ښه نوم دې ورباندې کېږدو؛
- ښه غذا او لباس دې ورته برابر کړو؛
- پاک يې وساتو او روغتيا او سلامتيا ته يې پام وکړو؛
- د لوبو زمینې او وسېلې ورته برابرې کړو؛
- زده کړه ورباندې وکړو؛
- خبرو ته يې غوږ کېږدو او که پوښتنه وکړي، ځواب ورکړو؛
- درانه کارونه ورباندې ونه کړو او ويې نه ځورو؛
- په چار چلند کې ورسره داسې احساس ورکړو چې ځانونه ورته لويان ښکاره شي او داسې وگڼي چې د ژوند په ټولو چارو کې برابره ونډه لري؛
- په نامه ورته غږ کړو ـ يعنى، ماشوم ته د هغه نوم واخلو ـ نه د هغه د پلار ، نيکه يا ورور نوم.

دغه راز، د ماشوم د حقونو په برخه کې دې د ماشوم په اړه د ماشومانود حقونو د نړيوال کنوانسيون د پرېکړې او نورو نړيوالو اعلاميو موادو ته په جدي توگه پام وشي او هغه دې مراعات کړى شي.

زما په فکر، دا زموږ فرهنگي او ژبنۍ نيمگړتيا ده چې د انسان د نوغي دغې تازه غوټۍ ته ځانگړى نوم نه لرو. کوچنى يا کمکى يې بولو؛ ووړ ورته وايو؛ حيوان يې گڼو؛ او بالآخره ماشوم يې بولو.

موږ په اصل کې د ماشوم پېژندنې دقيقه هڅه نه ده کړې. کره او ځانګړی نوم پر يوه شي يا يوې پدېدې هغه مهال ايښودلى شو چې په درست کم او کيف يې وپوهېږو او پېدا يې کړو. د يوه شي يا يوې پدېدې کره او ځانګړی نوم هغه دى چې له اخيستو سره يې له واره د چا په زړه، ذهن او روح کې د هغه شي يا پدېدې انځور جوړ شي؛ مثلا: ډوډۍ، پنډوسکه، سپوږمۍ او نور.

ماشوم ته کمکى، کوچنى يا ووړ ويل د هغه خورا برسېرنه پېژندگلوي ده. برسېرنه په دې ده چې د کميت پر بنسټ شوې ده ـ تش د هغه فزيکي وجود ته مو کتلي او د ځانونو په پرتله مو کوچنيان، واړه يا کمکيان بللي دي.

ماشوم ته ((حيوان)) ويل مو لا يوه بله گوښې بې پروايي ده. حيوان په لغت کې ژوندي او زموږ په عرف کې ځناور ته وايي. لويانو فکر کړى چې ماشوم يوازې يو ډول بيولوژيکي ژوند لري چې دا د انسان، حيوان او نبات درېواړو گډه ځانگړنه ده. او انسان البته، د عقل، فکر او شعور له مخې له نورو ځناورو جلا کېږي. په دې حساب ماشوم ته په حيوان ويلو سره موږ هغه د انسان له رديفه باسو ـ چې دا د هغه شخصيت ته زښت زيات سپکاوى دى او زموږ په سخت اخلاقي ضعف دلالت کوي.

څلورم ـ زما په فکر ماشوم ته ماشوم ويل د هغه شخصيت نسبتا ښه، بلکې بېخي ښه احاطه کولى شي. ځکه چې ماشوم ته په ماشوم ويلو کې موږ د هغه فزيکي وجود يا کميت ته نه دي کتلي ـ بلکې د هغه کيفيت مو په پام کې نيولي دى. او د يوه شي يا يوې پدېدې د کره پېژندگلوۍ له پاره په کار دي چې د هغه يا هغې څرنگوالى درک کړو. پر دې سربېره، ماشوم ته په ماشوم ويلو سره موږ له هغه سره پوره عاطفي چلند کوو. د ماشوم کلمه هغه ته زموږ عاطفه ورلېږدوي او د کوچني، کمکي، ووړ يا حيوان کلمې له ماشوم سره زموږ برسېرن چار چلند ښيي. عاطفه خو نشته په کې ـ لويه بدي يې لا دا ده چې د ماشوم په وړاندې زموږ بې پروايي حتى د حقارت احساس څرگندوي.

په ژوند او ادب کې د تعادل اساس له موږه غواړي چې حتی پر ځينو نومونو او نومونو له سره غور او فکر وکړو. موږ بايد معلوم کړو چې زموږ د ماشومانو د ودې مخه کومو شيانو ډب کړې ده. موږ کولى شو چې د ماشوم د ودې په مخه لويان وارزوو ـ د دغې ارزونې د برياوو په څېړلو سره کولى شو چې د ماشومانو د ودې په برخه کې د مثبتو بدلونونو لارې چارې په گوته کړو. ماشومانو ته مولا ډېر زور ورکړی ـ کولى شي چې د ميندو، پلرونو او حتی د نورو لويانو کړه وړه او سلوک واړوي.

انگريزانو ته وگورئ! هغه ځاى ته چې ماشومان په کې روزي نرسري (Nursery) وايي چې معنا يي د ونو ـ بوټیو او گلانو روزنځى دى. رښتيا به سره وايو ـ خوا به نه بدوو چې د مسلمانانو په توگه زموږ ((وړکتون)) او ((کودکستان)) د ماشوم په اړه د چا پر زړه، ذهن او اروا ښه اغېز شيندي او که د کفارو په توگه د هغوی ((نرسري)) چې د ونو ـ بوټيو او گلانو روزنتون ته وايي؟!

د عربو د ((روضة الاطفال)) په اړه هم دغه پوښتنه کېدى شي او احتمال لري چې همدغه نرسري يې په روضة الاطفال اړولى وي.

دغه راز، انگرېزان ماشوم ته child، kid، baby، ... وايي. دغه ټولې کلمې يا نومونه د هغوی په ذهن او اروا کې تقريبا هماغه انځور جوړوي چې د ماشوم کلمې د پښتانه په ذهن او اروا کې کاږلى دى. او هغه دا چې ماشوم ساده دى؛ ماشوم بې گناه دى؛ ماشوم بې تقصيره دى؛ ماشوم پاک دى؛ ماشوم بې الايشه دى؛ او ماشوم .... هغوى ماشوم ته small نه وايي.

موږ ته په کار دي چې د ماشومانو په اړه خپل چار چلند کې مثبت بدلون راولو ـ دا فکر دې ونه کړو چې ماشومان گنې يو غير فعال مخلوق دی. ارواپوهان وايي چې ماشومان کولى شي چې مختلف شيان طرح کړي، ويي رغوي، کابو يي کړي، د خپلې ودې مخه پرانيزي او خپل هدف ته ورسېږي. هغوى وايي چې د ماشومانو د تجسس حس او د متقابل اغېز مهارت ډېر پياوړى دى. ماشومان د معلوماتو له راټولولو سره ډېره مينه لري او د شيانو په اړه ځانونه پوهوي ـ دوی کولى شي چې د ميندو، پلرونو او نورو مشرانو په سلوک کې بدلون راولي.

موږ ته نه دي په کار چې د ودې او پرمختيا مخه دې ډب کړو ـ دا کار کولى هم نه شو. ځکه چې دا يوه فطرتي عمليه ده ـ ورو وي او که چټکه، پخپله کېږي. البته، د پاسني مختصر بحث له مخې زما هيله او سپارښتنه دا ده چې تېرى ماشومانو ته کوچنيان، کمکيان، واړه، حيوانان او داسې نور ونه وايو ـ يا يې لږ تر لږه ونه ليکو.

هيله لرم چې ماشوم ته د ماشوم ويلو په اړه زما هيله او سپارښتنه د هغې ستراتيژۍ يوه برخه وگڼئ چې د پرمختلليو هېوادونو جمهوران او کورنۍ يي د ماشومانو د فزيکي او ذهني ودې او په دغه وده کې د همآهنگۍ او توازن راوستلو له پاره طرح کوي.
درځئ چې ماشوم ته په ماشوم ويلو سره د الله تعالى له دغه نازولي مخلوق سره مينه وکړو؛ احساسات او عواطف يې وروزو؛ شخصيت ورکړو؛ سلوک يې په مثبت لوري ولټوو او وخوځوو. او په دې توگه لومړی خپل هېواد او بيا گردې نړۍ ته د انساني کورنۍ ساهو او فعال غړي وړاندې کړو. ومن الله التوفيق.

دماشومانو او تنکيوځوانانو لپاره – ديني مالومات



په هره ټولنه کي دماشوم يوځا نګړی اهميت دی چي اسلام بياورته يو بېل مقا م غوره کړی دی،دايوداسي مقام دی چي دمشر،کشر، نراو ښځي دټولودرنښت ته پکي پا م سوی اوبالاخره يې دده په اړه يوداسي حکم صادرکړی چي په رښتيا هم دده لپاره يوستر امتيازدی،که يو ماشوم همداسي وروزل شي لکه څرنګه چي يې اسلام ښوونه کوي نو داسلامي ټولني هرماشوم به په راتلوونکي کي دنوورو لپاره يوه نښه وي،دماشومانو دتربيت په اړه درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی :

عن عمروبن شعيب عن ابيه عن جده قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم مروااولادکم بالصلوة وهم ابناء سبع سنين واضربوهم عليهاوهم ابناء،عشرسنين وفرقوابينهم فی المضاجع .

(رواه ابوداؤد،مشکوة ۱ / ۵۸)

ژباړه : عمروبن شعيب له خپل پلاره هغه دده له نيکه نه روايت کړی دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : خپلوماشومانوته په اووه کلنۍ کي دلمانځه کولوامرکوئ،پرلس کلنۍ يې دلمانځه پرنه کولو وهئ اوبسترې يې ورجلاکړئ .

له دې حديث څخه څرګنده سوه چي په اسلام کي دماشوما نوروزني ته بشپړه پاملرنه سوې اودهغوی دعمرپه لحاظ ورته امرونه سوي .

دلته داخبره هم په ډاګه سوه چي ماشوم ته بايد له لومړي سره داسلام احکا م وروښودل سي اوعملاًپري اجراسي،څو ماشوم ورو ورو ورسره عادي سي اوپه راتلوونکي کي يو باصالح اوغوره مسلمان وي . د همدې هدف دترسره کولو په تکل داکتاب پښتو ژبي ته راژ باړل سوی څوپښتني ماشومان داسلام له لومړياتوخبرسي اوپه راتلوونکي کي دخپلومسلمانو اسلافولاره تعقيب کړي .

هيله ده چي زموږدټولنې غړي خپل ماشومان له سره په همداسي ډول وروزي،ددې لپاره اړ ينه ده چي په خپله ژ به کي داډول کتابونه وليکل سي،راوژ باړل سي اوخپاره سي ، يوسفزي صاحب ته دي لوی الله جل جلاله خير ورکړي چي دې اړخ ته يې پاملرنه کړې اودما شوما نودپو هاوي لپاره يې داکتاب ترجمه کړی الله جل جلاله دي اجرورکړي اوهيله لرم چي خپلوداډول هڅوته نوردوام هم ورکړي .

ستاسوکشرورورمحمدوصيل "پېروز"

پوښتنه : په قرآن کریم کي ژمی او دوبی څو ځله ذکرسوی دی ؟

ځواب : یو ځل .

پوښتنه : په کوم سورت کي ؟

ځواب : دقریش په سورت کي .

پوښتنه : ( عَبَسَ وَتَوَلّیٰ) دکوم صحابي رضی الله عنه په هکله دی ؟

ځواب : دعبدالله بن ام مکتوم رضی الله عنه په اړه .

پوښتنه : هغه کومه شپه ده چي عبادت يې له زرومياشتوســـــــره برابر دی؟

ځواب : دقدر شپه .

پوښتنه : د قرآن کریم دتلاوت پرمهال زموږ وظیفه څه ده ؟

ځواب : استماع او سکوت ( غوږ نیول او چوپ کښېنستل ) .

پوښتنه : ام القری دکوم ښار لقب دی؟.

ځوا ب: دمکې مکرمې .

پوښتنه : دمحمدصلی الله علیه وسلم ترټولوستره معجزه څه ده؟

ځواب : قرآن کريم .

پوښتنه : دقرآن کريم دوروستي سورت نوم څه دی؟

ځواب : (الناس) .

پوښتنه : لومړی کوم آیت نازل سو؟

ځواب : (اقراُ باسم ربک الذی خلق )( دعلق سوره )

پوښتنه : د(تبارک الذی) لومړنی سورت په څه نوم یادیږي؟

ځواب : الملک .

پوښتنه : د(تبارک الذی) وروستی سورت په څه نوم یادیږي؟

ځواب : د(المرسلات) په نوم .

پوښتنه : دقران کریم ترټول لوی سورت کوم یودی؟

ځواب : دبقرې سورت .

پوښتنه : دقران کریم ترټولوکوچنی سورت کوم یودی؟

ځواب : دکوثر سورت .

پوښتنه : هغه سورت چي ددومېووپه نوم پیلیږي کوم دی؟

ځواب : دتین سوره (چي دانځر او زیتون په نامه پيلیږي .)

پوښتنه : کوم سورت ددووپیغمبرانو په نومونوپای ته رسيږي؟

ځواب: داعلی سورت ( چي ابراهیم اوموسی علیهماالسلام په نومونوپای ته رسيږي .)

پوښتنه : (آیة الکرسی ) په کومه سورت کي ده؟.

ځواب : په سورة البقره کي .

پوښتنه : دقرآن کریم دوروستۍ پارې لومړی سورت څه نوميږي؟.

ځواب : النباء .

پوښتنه : قرآن کريم څوټوټې (پارې) دی؟.

ځواب : دېرش (۳۰) ټوکه (پارې ) .

پوښتنه: هغه ســــورت چي فضيلت یې دقرآن کریم له څلورمې (ربعې ) سره برابردی څه نومیږي؟.

ځواب: الکافرون .

پوښتنه: هغه سورت څه نومیږي چي فضیلت یې د قرآن کریم له درېيمي سره برابردی؟.

ځواب : اخلاص ( قل هو الله ) .

پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.

ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .

پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.

ځواب : اته (۸) دروازې .

پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.

ځواب :

۱:-عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟

۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟

۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟

۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .

پوښتنه : په نبوي مسجدکي لمونځ کول څومره ثواب لري؟.

ځواب : په نبوي مسجدکي دلمانځه کول ترنورومجسدونو ۱۰۰۰ برابره ثواب لري .

پوښتنه : هغه سورت چي دتلاوت کوونکي شفاعت کوي کوم دی؟

ځواب : الملک .

پوښتنـــــه: درسول اکـــــرم صلی الله عليه وسلم دنیکـــــه ( عبدالمطلب ) تروفات وروسته چادهغه سرپرستي پرغاړه واخیسته؟

ځواب : دهغه اکاابوطالب